په نیمروز ولایت کې د خیاطۍ څانګې لنډ مهاله حرفوي روزنیز پروګرام پرانیستل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۹:۴۶
TVETA

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له لوري د یاد ولایت په چخانسور ولسوالۍ کې د خیاطي څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام پیل شو.

په دې پروګرام کې ۳۰ تنه ځوانان ګډون لري، چې د درېیو میاشتو په موده کې به د ګڼډلو له بیلابیلو طریقو او د خیاطۍ له تجهیزاتو سره د بلدتیا په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړي.

د دغه ښوونیز پروګرام د ترسره کولو موخه په هېواد کې د پوهې د کچې لوړول، د کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول دي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې په عملي توګه پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS