په تخار کې د حرفوي کورسونو د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۹:۱۸
tveta

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو څخه څه د پاسه ۱۰۰ تنو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.

دغه مراسم د تخار والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده، د یاد ولایت د علماوو، ځوانانو او نورو سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

 د دغه مراسمو په پیل کې ښاغلي مولوي امین زاده د ټولنې په اقتصادي وده کې د حرفوي زده کړو د رول په اړه وینا وکړه او ویې ویل، دغه زده کړې د کارموندنې لامل ګرځي او حرفې په اقتصادي ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.

 د مراسمو په دوام کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر  انجینر محمد ایفل مبارز د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او کارکوونکو د هڅو قدرداني وکړه.

د تخار تخنيکي آمر زياته کړه، خلکو او ټولنې ته خدمت په دنيا او آخرت کې د ثواب سبب کېږي.

 ښاغلي محمد ایفل مبارز همدارنګه وویل چې د حرفوي زده کړو برنامې د بې وزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي. نوموړي د دغو برنامو پر پراخولو او دوام ټینګار وکړ.

 نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي زده کړو په اهميت خبرې وکړې او د هغې د دوام غوښتنه يې وکړه.

 غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS