په بریل لیک د قرآن عظیم الشأن لیکلو د بیاکتنې کمیټې کار پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۴:۴۳
TVETA

د هیواد د روښان‌زړو لپاره په بریل لیک د قرآن عظیم الشأن لیکلو د بیاکتنې کمیټې کاري لړۍ نن په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې پیل شوه.

د دې کمیټې د کار د پیل کیدو په مناسبت غونډه کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د متعلمینو او محصلینو چارو ریاست لخوا ترسره شوه، د دې ادارې یو شمیر مسؤلینو او روښان‌زړو هم حضور درلود.

ښاغلي حاجي غلام سخي وحدت د یادې ادارې د ځانګړو زده کړو آمر، په دې پروګرام کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د قرآن عظیم الشأن د آیتونو او حروفو د لمس کولو لپاره د روښان‌زړو اوږدمهاله آرمان به د دې کمیټې د کار له بشپړیدو وروسته پوره شي.

نوموړي دا هم زیاته کړه چې هڅه کوي ترڅو په بیلابیلو برخو کې د روښان‌زړو لپاره غوره ښوونیز فرصتونه برابر کړي. ښاغلي وحدت همدارنګه ټینګار وکړ چې د بیاکتنې کمیټه، چې د هیواد د روښان‌زړو متخصصینو څخه تشکیل شوې ده ، ډیر ژر به خپل کار بشپړ کړي.

په ورته وخت کې ویناوالو هم په یاد پروګرام کې د وینا پرمهال په بریل لیک د قرآن عظیم الشأن لیکلو د بیاکتنې کمیټې د کار له پیل کیدو څخه قدرداني وکړه، او زیاته یې کړه چې د هیواد په تعلیمي سکټور کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره له مهمو بنسټونو څخه ګڼل کېږي.

د یادونې وړ ده چې بریل لیک د لیکلو یو لمسي سیسټم دی چې د ړندو او روښان‌زړو کسانو لپاره جوړ شوی. پدې سیسټم کې، توري او سمبولونه په کاغذ باندې په برجسته بڼه چاپ شوي ترڅو د ګوتو په لمس سره ولوستل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS