په ارزګان کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام پیل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۲:۰
روزنیز پروګرام

د ارزګان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلین په دغه ولایت کې د مجاهدینو لپاره د اداري او مدیریت روزنیز پروګرام د پیل خبر ورکوي.

د دوى په وينا، دغه پروګرام د مرکز كثیرالرشتوي انسټيټيوټ كې پيل شوى، چې په افتتاحې مراسمو كې يې يو شمېر سيمه ييزو مقاماتو او مشرانو هم حضور درلود.

په همدې حال کې د ارزګان ولایت امنیه قوماندان ښاغلي حاجي خالد په دې مراسمو کې د خبرو پر مهال د مجاهدینو د زده کړو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له پاملرنې مننه وکړه.

نوموړي په دغه پروګرام کې له ګډون کوونکو مجاهدینو څخه وغوښتل چې د اصولو او قوانینو په اساس په ټولګي کې حضور ولري او له دې فرصت څخه ډېره ګټه پورته کړي.

دغه پروګرام په ارزګان ولایت کې په داسې حال کې پیل شوی چې دمجاهدینو لپاره دتخنیکي او مسلکي زده کړو په ګڼو مرکزونو کې د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د زده کړې لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS