د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده کړیالانو عملي زده کړې او علمي سیر

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۸ - ۱۱:۳۱
Chak Institute

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ زده کړیالانو د یوه علمي سیر په ترڅ کې د کابل – هرات سړک د ځینو برخو د جوړولو له بهیر څخه لیدنه وکړه.

دغه علمي سیر د میدان وردګو د چک ولسوالۍکثیرالرشتوي انسټیټوټ د انجینرۍ څانګې د زده کړیالانو د عملي زده کړې په موخه د یاد انسټیټوټ د استادانو په حضور کې ترسره شو.

د دغه سفر او کار لاندې ساحو څخه د لیدنې په بهیر کې استادانو د سړک جوړولو په برخه کې د زده کړیالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زياتره زده کړې عملي وي، څو زده کړیالان له فراغت وروسته په مستقيم ډول د کار په بازار کې جدب شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS