د پلان او همغږیو له ریاست سره د مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۱:۹
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې معاونینو او سرپرست ښاغلي الحاج مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې د پلان او ستراتيژيکو همغږیو رياست له کارکوونکو سره وکتل.

د دې غونډې محور، په تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي اداره کې د ستونزو او ننګونو لپاره د حل لارې موندل ویل شوي.

په دې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو او کارکوونکو خپل فعالیتونه، لاسته راوړنې او ستونزې د یادې ادارې له مشرتابه سره شریکې کړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سرپرست په دې ناسته کې وويل، چې له کارکوونکو سره د یادې ادارې مشرتابه د ناستې موخه د چارو ښه کول دي، ترڅو له شته ظرفيتونو څخه په سمه او اغېزمنه توګه ګټه پورته شي.

نوموړي د پلان او استراتیژیکو همغږیو رياست د کارکوونکو د فعاليتونو د ستاينې تر څنګ نومړو ته لازمې هدایات هم ورکړل.

ټاکل شوې چې دغه شان غونډې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې له نورو برخو سره هم ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS