د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست د «افرن» موسسې له رئیسې سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۰:۳۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او استراتیژیکو همغږیو ریاست مسوولینو په افغانستان کې د «افرن» موسسې له رئیسې « پولین » سره وکتل.

په یادې غونډه کې د دواړو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا خبرې وشوې.

په دې ناسته کې «افرن»  موسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د استادانو د ظرفیت لوړونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.

همداراز د څښاک پاکو اوبو د څاه کیندل او د فاضله اوبو د تصفیې سیستم جوړول هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او «افرن» موسسې ترمنځ د نننۍ ناستې د پام وړ موضوعات وو چې پرې بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې «افرن» موسسې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې سره د یو تفاهم لیک پربنسټ په بامیانو ولایت کې یو باب تدریسي تعمیر او لیلیه هم جوړه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS