د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر د دې ولایت د اقتصاد له رئیس سره وکتل
د پروان ولایت د تخنیکي او مسلکي زدهکړو آمر، الحاج مولوي عبدالله درخواستي، د یاد ولایت د اقتصاد له رئیس، مولوي مجیبالرحمن سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د ظرفیت لوړونې، د ښوونیزو پروګرامونو د پراختیا، له شته امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د همکارو بنسټونو د ملاتړ د جلب او د پراختیایي پروګرامونو د پلي کولو لپاره د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
الحاج مولوي عبدالله درخواستي د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د پروګرامونو، فعالیتونو او لاسته راوړنو په تشریح کولو سره د ځوانانو د تخنیکي او مسلکي مهارتونو د ودې، د متخصصو کادرونو د روزنې او د بشري سرچینو د پراختیا په برخه کې د بېلابېلو ادارو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
ورپسې د پروان ولایت د اقتصاد رئیس، مولوي مجیبالرحمن، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د فعالیتونو او پروګرامونو ستاینه وکړه. نوموړي د اقتصاد ریاست بشپړ چمتووالی څرګند کړ چې د هر اړخیزې همکارۍ، د پراختیایي پروګرامونو د پلي کېدو د همغږۍ او د ښوونیزو او تخنیکي نوښتونو د ملاتړ په برخه کې به همکاري وکړي.
په دې ناسته کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او دواړو لورو د همکاریو د لا پیاوړتیا لپاره د ورته لیدنو پر دوام ټینګار وکړ.
