د ونو د لوړوالي او حجم د ټاکلو عملي زده‌کړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۰:۲۱

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو طریقې په عملي ډول زده کړې.

د اړوندې څانګې استاد د ځنګلونو او طبیعي سرچینو په مدیریت کې د ونو د لوړوالي او حجم ټاکلو پر اهمیت خبرې وکړې او د اندازه‌ګیرۍ عملي طریقې یې زده‌کوونکو ته تشریح کړې.

همدارنګه په دغه جلسه کې د زده‌کوونکو پوښتنو ته لازم ځوابونه ورکړل شول او دوی د عملي زده‌کړو د لا پیاوړتیا او پراختیا غوښتنه وکړه.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي بڼه لري، له همدې امله د دغو مرکزونو فارغان له اړینو مهارتونو او لا زیات چمتووالي سره په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS