د ننګرهار پچیراګام د کرنې له مسلکي لیسې څخه ۲۲ تنه فارغ شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۵/۳ - ۱۵:۳۷
پچیراگام ننگرهار

د ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ د کرنې له مسلکي لیسې څخه د ۲۲ تنو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغه مراسمو کې ځايي چارواکو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

د ننګرهار د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فضل الباري نصرت نوموړو زده کوونکو ته د فراغت مبارکي وويله او ويې ويل چې هېواد يې د کرنې په برخه کې مسلکي کارکوونکو ته اړتيا لري.

ښاغلي نصرت زیاته: «کرنه د ټولنې د پرمختګ او پر ځان بسیاینې یوازینۍ لار ده».

مراسم فارغانو ته په ستاینلیک او تشویق پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS