د میدان وردګو کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر
د میدان وردګو ولایت د جلریز کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د خاورې د کیمیاوي تجزیې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.
لارښود استاد د دې درس په ترڅ کې زده کوونکو ته په خاوره کې د مګنیزیم او کلسیم د اندازه کولو په اړه مفصل معلومات ورکړل.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې ډیری زده کړې عملي دي، ترڅو د دې مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.
