د میدان وردګو ولایت په تنګي دره کې یو باب کثیرالرشتوي انسټیټوټ پرانیستل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۳/۵ - ۹:۳۲
TVETA

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت میدان وردګو ولایت ته د یوه سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په تنګي دره کې یو باب کثیرالرشتوي انسټيټوټ پرانیست.

دغه راز په یاد سفر کې د انرژۍ او اوبو وزارت د معين مجيب الرحمن عمر اخندزاده په ګډون يو شمېر دولتي چارواکو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو له سرپرست سره شتون درلود.

محترم مولوي شهامت د دغه ښوونیز مرکز د پرانیستلو پرمهال وویل، د تنګي دره د اتلانو او غازیانو ځای دی او د دې جغرافیې خلک د ډیرو خدمتونو مستحق دي.

الحاج مولوي شهامت زیاته کړه، چې د میدان وردګو په تنګي دره کې د کثیرالرشتوي انسټيټوټ د جوړولو پرېکړه د یادې درې د ولسونو د سرښندنو او قربانیو په پایله کې شوې ده.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو په اړه هم توضیحات ورکړل او زياته يې کړه، چې نوموړې اداره د کار بازار او خصوصي سکټور د سفارشاتو او اړتياوو پر بنسټ مسلکي او متخصص وګړي روزي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست د دې ادارې د مجاهدينو روزنيز پروګرام ته په اشارې سره وويل چې د هغې طرحې پر بنسټ چې د یادې ادارې له خوا چمتو شوې او د عملي کېدو په حال کې ده؛ په یادې طرحه کې په زرګونو مجاهدينو ته د عصري زده کړو زمينه برابره شوې.

له بلې خوا د سیمې ویناوالو او مشرانو د میدان وردګو د تنګي درې ته، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د سرپرست له حضور څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، له حکومت څخه دغې درې ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د یاد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د پرانیست‌غونډې پر مهال د سيمې مشرانو د وینا په ترڅ کې زياته کړه، چې پخوا به د شهيدانو د ښخولو لپاره راټولېدل او اوس د ډېرې خوښۍ ځاى دى، چې د عصري علومو د زده کړې د يو مهم مرکز د جوړولو لپاره راټول شوي دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS