د میدان وردګو ولایت تخنیکي او مسلکي آمریت یو نندارتون ترسره کړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۷/۵ - ۱۰:۵۸
نمایشګاه

د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي آمریت په نوښت یو تخنیکي او مسلکي نندارتون ترسره شو.

په دغه مراسمو کې د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو محصلینو او استادانو خپل تولیدات او نوښتونه نندارې ته وړاندې کړل.

دغه برنامه د میدان وردګو ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت او د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

د میدان وردګو ولایت تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر حکمت الله حکمت وويل، چې د دغه نندارتون له جوړېدو څخه يې موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د اهميت څرګندول دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول نندارتونونو په جوړولو سره نوښتګرو او متخصصو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.

د دغه مراسمو په دوام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت خبرې وکړې. نوموړي د ميدان وردګو ولايت د جهاد سنګر په توګه ياد کړ.

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې د میدان وردګو ولایت مجاهد ولس نړۍ ته وښودله چې افغانستان د اشغالګرو لپاره خوندي جغرافیه نه ده.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه، چې اوس په هېواد کې د جوړولو وخت را رسیدلی دى. نوموړي له ځوانانو او خلکو وغوښتل چې د هېواد د پرمختګ لپاره لا ډېر کار وکړي.

ښاغلي شهامت همدارنګه د تخنيکي او مسلکي زده کړو رول د خلکو او هېواد د اقتصاد په ځان بسيا کولو کې ډېر مهم وباله.

په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې چمتو کول د دغې ادارې يوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او ويې ويل، چې د دغې طرحې په پلي کېدو سره به مجاهدینو لپاره د حسابدارۍ، کمپيوټر، مديريت او انګليسي برخو کې د زده کړو  زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه مرکز کې د عملي روزنو د زده کړې دوام

د بلخ ولایت نفتو او ګازو انسټیټوټ د ساختماني څانګې محصلینو، په یاد ولایت کې د یوې تر کار لاندې ودانۍ څخه د لیدنې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۰:۵۷
Background image

د برقي مقاومتونه په اړه د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د سرپل ولايت اړوند نفتو او ګازو انسټيټوټ د صنعتي برښنا څانګې محصلینو ته د برقي مقاومتونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد محصلینو ته برقي مقاومتونو، د یوشمیر برقي وسایلو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۹
Background image

د ساختمان د خط اندازۍ په برخه کې د دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د میدان وردګو ولایت اړوند دایمیرداد کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې محصلینو د ساختمان د خط اچولو «خط اندازي» په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه. نوموړو ته په دې درسي جلسه کې، د. . .

BACK TO NEWS