د مولوي غلام سعید احساس او کندهار ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولینو تر منځ ناسته ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۱:۴۰
TVETA

د ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو پر ستونزو او د اړتیاوو د حل پر څرنګوالي خبرې وشوې.

په دې کتنه کې محترم مولوي احساس وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې په مرکز او ولایتونو کې معیاري انسټیټوټونه جوړ کړي نوموړي همدارنګه ټینګار وکړ چې استادان او کارکوونکي باید د وخت تابع او پر وخت پابنده اوسي.

نوموړي دغه راز د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د وړاندیزونو او ستونزو د حل د ژمنې ترڅنګ د ځینو مسایلو په اړه هغوی ته لازمې هدایات هم ورکړل.

همدارنګه یاد پلاوي دغونډې ګډونوالو ته د چارو د ښه والي په موخه سیمینار هم وړاندې کړ.

کندهار ولایت ته د دغه پلاوي د سفر موخه په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت څېړل او د دغو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګی ویل شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي تر دې وړاندې د کندهار ولايت د مرکز، ډنډ، سپین بولډک، ژری اوپنجوايي ولسوالیو د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له وضعیت څخه څارنه ترسره کړې ده.

په ورته وخت کې محترم مولوي غلام سعید احساس د کندهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولین د نوموړو د ارزښتناکو خدمتونو له امله د ستاینلیکونو او نقدي ډالیو په ورکولو سره وستایل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS