د مجلې د نهايي کېدو په اړه د فرهنګي کمېټې غونډه ترسره شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د فرهنګي کميټې غونډه د دغې ادارې د مجلې د نهايي کولو په هکله ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د اداري مقام دفتر رئیس استاد مطيع الله هدايت او دکميټې نورو غړو هم حضور درلود.
د غونډې برخه والو د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مجلې د طرحې او محتوا په اړه خپل نظرونه او وړانديزونه وړاندې کړل.