د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او صدوخان حکیمي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۹:۲۱

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې یې د « صدوخان حکیمي » روغتون له رئیس سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو پر بنسټ دغه اقدام د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

ددې هوکړه لیک د لاسلیک کولو سره زده کونکي، استادان او د ښوونیزو مرکزونو کارمندان کولای شي په ځانګړي تخفیف د درملنې لپاره یاد روغتیایی مرکز ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې، د « صدوخان حکیمي » معالجوي روغتون رئیس د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره د هوکړه‌لیک لاسلیک کولو پرمهال دغه راز د دې آمریت سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS