د لوګر د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ارزونې راپور وړاندې شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۲۵
Markaz

لوګر ولایت ته راغلي پلاوي، تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه ته د دغه ولایت تخنیکي او مسلکي مرکزونو د ارزونې راپور ته وړاندې کړ.

د پلان ریاست د خصوصي سکتور رئیس حبیب الله شیرواني او د تعلیمي او تحصیلي چارو رئیس ګل محمد سجاد د راپور وړاندې کولو پر مهال په لوګر کې د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د وضعیت په اړه په تفصیل خبرې وکړې.

دوی د لوګر د مسلکي لېسو او انسټیټونو د ستونزو په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره خبرې وکړې او د ستونزو د حل او د وضعیت د ښه والي لپاره یې وړاندیزونه وکړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت او د دې ادارې مرستيالانو د اداري پلاوي وړانديزونه واورېدل او ټينګار يې وکړ، چې په تخنيکي او مسلکي مرکزونو کې د زده کوونکو جذب ته بايد پاملرنه وشي.

د يادونې وړ ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د ولايتونو انسټیټونو او مسلکي لېسو د څارنې لپاره يو شمېر پلاوي لېږلي دي.

په لومړي پړاو کې دغه پلاوي لوګر، غزني، بدخشان او میدان وردګو ولایتونو ته سفرونه کړي دي.

د پلاوي څارنې موخه د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل، د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS