د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زدهکوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زدهکړه ورکړل شوه
د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زدهکوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زدهکړه ترلاسه کړه.
زدهکوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته ولاړل او هلته یې د مدیریت او دفتري چارو اړوند موضوعات په عملي او نظري بڼه زده کړل. همدارنګه د اړوندې څانګې استاد او مسؤلینو د زدهکوونکو پوښتنو ته لازم ځوابونه وړاندې کړل.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو په مرکزونو کې د زدهکړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله زدهکوونکي له فراغت وروسته وظیفوي چارې په سمه توګه پرمخ وړلی شي.
په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د دې ډول عملي زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
