د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د شاتو مچیو روزنې عملي زده‌کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۳

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د شاتو مچیو روزنې په برخه کې عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

زده‌کوونکي د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د شاتو مچیو روزنې له بېلابېلو پړاوونو، ساتنې طریقو، تغذیې او د شاتو د راټولولو له لارو چارو سره بلد شول.

همدارنګه د اړوندې څانګې استاد د شاتو مچیو عامې ناروغۍ او افتونه په اړه زده‌کوونکو سره هراړخیز معلومات شریک کړل.

د دغه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي چې د شاتو مچیو روزنه په دې ولایت کې یو مهم او عاید لرونکی زراعتي مسلک دی او ګڼ شمېر فارغان دا مهال د کار په بازار کې په همدې برخه کې په کار بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS