د فاریاب ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړو لړۍ

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۶
TVETA

د روزنیزو دورو په ترڅ کې د عملي روزنو زده کړه له محصلینو سره د کار رغونې او د کار په بازار کې د کاري فرصتونو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

د دې روزنو اهمیت ته په پام سره، د فاریاب ولایت  مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د برق څانګې محصلینو د عملي زده کړو لپاره د یاد ښوونیز مرکز ورکشاپ ته په مراجعې سره د بریښنایی اتصالونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو د عملي زده کړو په جریان کې د عملي کارونو په ترسره کولو سره خپله پوهه زیاته کړه او خپلې پوښتنې او سوالونه یې هم له لارښود استاد سره شریکې کړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې ډیری برخه عملي ده، په همدې اساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پروسه پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS