د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د زده کړې پیل شوې

د فاریاب ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د زده کړو بهیر د یاد ولایت د والي او د فاریاب ولایت علماو دشورا ریس او نورو سیمه ییزو چارواکو په ګډون سره پیل شول.
الحاج محمد مجاهد د فاریاب ولایت تخنیکي آمر د افتتاحیې مراسمو په ترڅ کې وویل: چې د مجاهدینو د زده کړو پروګرام په یاد ولایت کې د شپې له خوا زده کړې ترسره کېږي.
د فاریاب ولایت د تخنیکي آمر زیاتوي چې مجاهدین مکلف دي تر څو د اصولو سره سم درسي تولګیو ته حاضر شي.
د یاد پروګرام په دوام کې ښاغلي داملا محمد شعیب رسالت د فاریاب ولایت والي د خپل وینا پر محال د مجاهدینو د زده کړو پروګرام او طرحه د مجاهدینو د زده کړو د دوام لپاره د یو ارزښتناک فرصت په توګه یادونه وکړه.
نوموړی د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې د هځو څخه ستاینه او د فاریاب ولایت د مجاهدینو څخه یې غوښتنه وکړه تر څو مجاهدین له دې فرصت څخه لویه او اعظمي ګټه واخلي.
له بلې خوا د فاریاب ولایت د علماو د شورا مشر د نوموړي پروګرام د حمایت او پلي کیدو په ضمن کې دا هم وویل چې : فعلي نظام مسلکي او متخصصو وګړو ته اړتیا لري .
د فاریاب ولایت د علماو شورا مشر زیاتوي چې: علم او زده کړه د هیواد د پراختیا سبب ګرځي، نو د زده کړې د پراختیا لپاره هم باید هڅه وشي.
د مجاهدینو د زده کړو د طرحې پر بنسټ چې د تخنیيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا په لاره اچول شوې ده ؛ د مجاهدینو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو زمینه مساعده شوې ده.
له دې مخکې په ځېنې نورو ولایتونو لکه میدان وردګ، جوزجان او تخار کې لا پخوا نوموړی پروګرام پیل شوی.