د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر ښاغلی لعل الدین آریوبي سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادراې مشری ندیمه سحر کتنه؛

media_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۶
tveta15

د پنجشنبې په سهار، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشری  میرمن ندیمه سحر د شهیدانو او معلولینو چارو له وزیر ښاغلي لعل الدین اریوبي سره په خپل دفتر کې وکتل. پدې ناسته کې، د معلولیت لرونکو خلکو د ژوند، اقتصادي وضعیت ښه والي او د ملي معلولیت ستراتیژۍ په چوکاټ کې خبرې وشوې.

میرمن سحر د معلولینو ملي ستراتیژي په هیواد کې د معلولینو د ژوند او اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره څرګند لید وباله: د معلولینو لپاره د اقتصادي لید لرونکي، لید څرګندلو سره د تخنیکي او مسلکې زده کړو اداره په پام کې لري چې د ټولنې دا مهمه او اغیزمنه برخه د ټولنیزې انزوا څخه راپورته شوې او د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د کار بازار ته شامل شی. له همدې امله، د ځانګړو زده کړو نصاب د افغانستان د کار بازار، ټولنیزو شرایطو او معیارونو ته بیا کتنه شوې.

میرمن سحر زیاته کړه: د ځانګړو زده کړو مرکزونو رامنځته کول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په پراختیایې پلان کې شامل دي، چې په ټولو ولایتونو کې به د ځانګړو زده کړو مرکزونه جوړ شي  ترڅو هغه هیوادوالو ته چې د محدودو وړتیاوو لرونکې دی په دې مرکزونو کې د زده کړو زمینه برابره شی.

له همدې امله، د هیواد په ۱۸ ولایتونو کې د ځانګړو زده کړو ښوونځي فعال دي او شاوخوا (۲۰۰۰) زده کوونکي روزل کیږي او په پام کې ده، ۱۴۰۰ کال کې د هیواد په ټولو ولایتونو کې دا مرکزونه جوړ او په عملي ډول پیل شي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د مرکزونو سره د روزنې اړین تجهیزات سمبالول، د دې ادارې د پلانونو یوه برخه ده چې تعلیمي پلانونه په نظری او عملي توګه پلي کړي.

 د همدې لپاره، د ملي معلولیت ستراتیژۍ طرح او پلي کول، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مدیریت ستراتیژي له یو بل سره مطابقت لري او کولی شي په افغانستان کې ځانګړي وړتیا لرونکي خلک ځان بساینې او پرمختګ ته لار پیدا کړي.

ښاغلي آریوبی د دې ادارې  د همکارۍ څخه مننه څرګنده کړه، ویې ویل؛ د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د معلولیت لرونکو اشخاصو د ژوند شرایطو د څارنې او د ټولو دولتي ادارو په همکارۍ د پلي کیدو څرنګوالي لپاره جامع ستراتیژي جوړه کړې.

هغه زیاته کړه چې وزارت لا تر مخه د هرې څانګې پلان د خپل کار د دوام په هکله چمتو او شریک کړی دی. د عمل پلان کې، مسئلی په تفصیل سره تر بحث لاندې نیول شوې او هره څانګه کولی شي دا پیاوړي او بډایه کړي، او په ورته وخت کې خپل اندونه د شهیدانو او معلولینو چارو له وزارت سره شریک کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

BACK TO NEWS