د سلواغې (۲۶) نېټې په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ پیغام!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۶ - ۱۰:۲۹
پیغام

ښايي په نوره نړۍ کې د سلواغې ۲۶ د بېلا، بېلو موخو له کبله و لمانځل شي چې زموږ د ګران افغانستان په ځلانده تاریخ کې د دغې ورځې لمانځل له ځانګړي فهم څخه سرچینه اخلي.

هو!

د دغه هېواد (۵۰۰۰) کلن تاریخ په ډېرو داسې هسکو او ټيټو ډک دی چې په لوستلو ېې اعتراف کیږي چې دا خاوره د تل لپاره د وخت دجبابره وو لپاره د اهمیت وړ بلل شوې او دې لور ته ېې په هوسو سرې سترګې را اړولي دي.

مګر، د تصور خلاف ېې دلته نه یواځې چې هیلې او آرمانونه ندي پوره شوي؛ بلکه د بې شمېره تاوانونو، ذلتونو او ماتو په زغملو لدې خاورې د تل لپاره په ټیټ سر، لمدو سترګو او څیرې ګرېوان پښې سپکې کړیدي، چې د سلواغې (۲۶) د دغه ویاړلي هېواد په تاریخ کې له همغو ورځو یوه ده چې یوه مغروره امپراطوري ېې په غېږه کې په ګونډو ګیږي.

دا ځل د پخواني شوروي اتحاد سرو ښکېلاکي لښکرو په (۱۳۵۸) کال کې د مرغومې په (۶) نېټه د یوه لوی طاغوتي آرمان په لرلو سره زمونږ پاکه خاوره د خپلو لاسپوڅو په مټ پداسې حال کې لاندې کړه چې له ځمکې او هوا دواړو د مظلومیت آهونه پورته کېدل.

په ساړه ژمي زموږ بې د فاع هېوادوال نه یواځې چې په بې پته ډول بې کوره کېدل بلکه ژور تهدید ور سره د لویو ربړو مرګ او ژوند پرېکړه کوله.

بس، دغه ورځ وه چې له بنسټه ېې په تقدیر کې دغې کړيدلي ملت ته د (۹) کلن اشغال په وړاندې جهادي مبارزو په ترڅ کې د یو نیم میلیون وګړو شهادت،  د شپږ میلیونه افغانانو مهاجرت، لکونه وګړو معیوبیت او سلګونه زره کورونو په ورانېدو یوه عظیمه الهي پریکړه د یوه لوی آزمایښت په توګه لیکلې وه. سر بېره د دې ېې افغانستان، د کلونه عمر په واټن د سیالانو سره له مخ ته تګ؛ شاته و غورځاوه.

الله ته د نذرانو په ترکیب کې، دلوړو اسلامي حماسو، پاکو وینو او معصومو اوښکو پایله داوه چې د (۱۳۶۷) کال سلواغې میاشتې په (۲۶) نېټه د منحوس سره فوځ وروستۍ جنرال د ټولشموله شرمېدونکو ماتیو سره مرتجع جمهوریت ته ستون شي.

که څه هم ماتې امپراطورۍ د افغانستان د تسخیر په هکله خپل، خپل تعبیر لري خو مهم یې هغه د انګریز قضاوت دی چې وایي: د افغانانو تسخیر د اوسپنیزو نینو په څېر دی چې د خوراک په صورت کې پرې غاښ ماتیږي او او خېټه له هضم پاتې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري هغو شهیدانوته چې د وخت د استکبار په وړاندې یې خپل سرونه الله ته د اسلام او هېواد څخه د دفاع په لار کې نذرانه کړل، د فردوس جنت غوښتنه کوي.

هغو معلولو هېوادوالو ته چې په دې پاکه لار کې ېې د بدن قیمتي غړي له لاسه ورکړل، جمیل صبر او اجر غواړي.

هغو غازیانو ته چې الله پاک تر هغه جهاد وروسته د هوسونو د تزکیې توفیق ور په برخه کړ او د ترسره کړي جهاد د اصولو په رعایت سره ېې بل هېڅ شیطاني فریب ته سر او ملا ټیټ نه کړل، په ژوند او مرګ دواړو د الهي رضا حصول غواړي.

رښتیا هم د دوی له متانته وه چې خپل نسلونه يې د بیا ځل لپاره د اسلام او هېواد څخه د د فاع په روحیه سمبال را ستر کړل او له مخې یې د غربي یرغلګرو په وړاندې، پرله پسې دوې لسیزې په حیرانوونکو قربانیو سره ولوبول.

الله د وکړي چې نړیوال زموږ له تاریخ او موږ د رڼه مستقبل په موخه له خپلې تېرې ماضي عبرت واخلو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۴۵
Background image

د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په کابل ولایت کې د ۱۴۰۴ کال کانکور څلورم دور ازموینې د پیل په مناسبت مراسمو کې چې د ازموینو ملي ادارې له لوري جوړ او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو رئیسانو لپاره روزنیز سمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د یادې ادارې په نویو جوړ شوي زونونو کې په دقیق او مؤثره توګه د چارو پرمختللو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زونونو څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۸:۵۵
Background image

د میدان وردګو ولایت چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د ساختمان په اړه روزنه ورکړل شوه

علمي سفرونه د نظري زده کړو، کاري او صنعتي چاپیریال واقعیتونو ترمنځ د نښلولو لپاره له خورا اغیزمنو لارو څخه ګنل کېږي. په ښوونیزو چاپیریالونو، په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په. . .

BACK TO NEWS