د سرپل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په آمریت کې د مجاهدینو تعلیمي پروګرام پیل شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۶ - ۱۰:۴۴
TVETA

په سرپل کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام د یاد ولایت د والي، د اطلاعاتو کلتور ریس، د ولسي شورا مشر او نورو مشرانو په ګډون پیل شو.

د دغه پروګرام په افتتاحیه مراسمو کې د سرپل والي ښاغلي محمد یعقوب «عبالرحمن اکه» د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مشرتابه څخه د یاد پروګرام په لاره اچولو له امله مننه وکړه.

هغه څرګنده کړه چې مجاهدین باید له اصولو سره سم په ټولګيو کې حضور ولري او له دې فرصت څخه اعظمي ګټه پورته کړي.

په یادې غونده کې نورو ویناوالو هم د علم او زده کړې پر اهمیت ټینګار وکړ. په همدې حال کې د سرپل تخنيکي آمر زیاته کړه چې د مجاهدینو  روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له مهمو پروګرامونو څخه ده.

د سرپل ولایت تخنيکي آمر مولوي محمد یاسین فیضي وویل چې د مجاهدینو د روزنې طرحه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا جوړه طرحه ده، په ټول هیواد کې د مجاهدینو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS