د دایکنډي ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د لمریزې برښنا څخه برخمن شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۳

د دایکنډي ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلینو د یاد آمریت په مربوطاتو کې د سولر سیسټم د نصبولو خبر ورکوي.

د یادونې وړ ده چې دا اقدام د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د دایکنډي ولایت مقام په مالي ملاتړ ترسره شوی.

د دایکنډي د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په وینا، د سولر سیسټم له نصبولو سره په دې آمریت کې د بریښنا نشتوالي او دغه راز د اداري او تعلیمي چارو په برخه کې تر ډيره تشې او ستونزې حل شوي دي.

په ورته وخت کې، د ولایت د مقام دفتر چارواکي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۴۵
Background image

د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې کې د شین چای د کرکېلې بریالۍ تجربه ترسره شوه

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسئولین وایي چې د لومړي ځل لپاره د دغه ولایت د عليشېرو او تريزایو کثیرالرشتوي لېسې په انګړ کې د شین چای آزمایښتي کرکېله ترسره شوه. د دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۳۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس د آغاخان بنسټ له پلاوي سره ولیدل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د آغاخان بنسټ له پلاوي سره وکتل او خبرې یې وکړې. په دې ناسته کې د آغاخان بنسټ د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

BACK TO NEWS