د تعلیمي نصاب پراختیا ریاست کارمندانو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۳۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون په همکارۍ، سره روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دا پروګرام به په کابل کې د شپږو ورځو لپاره ترسره شي، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب پراختیا ریاست یو شمېر کارشناسانو او متخصصینو پکې ګدون کړی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې دکارکوونکو چارو ریاست د دې روزنیز پروګرام د ترسره کولو موخه د کارمندانو د پوهې پیاوړتیا عنوان کړې ده.

دغه راز د یاد پروګرام ګډونوالو ته د متمرکز او غیر متمرکز تعلیمي نصاب په اړه او همدارنګه د سر څپرکیو جوړولو او په تعلیمي نصاب کې د درسي موادو چمتو کولو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکول کېږي.

ګډونوالو هم د دغه پروګرام د جوړیدو څخه قدرداني وکړه او له مسولینو یې وغوښتل چې یاد ښوونیز پروګرام ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS