د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروګرامونو د پوهاوي په اړه سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۴ - ۱۵:۳
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د تضمین کیفیت او اعتبار دهي ریاست لخوا د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروګرامونو د پوهاوي په اړه سیمینار ترسره کړ.

په دغه ښوونیز سیمینار کې د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو ته د درې ورځو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو په برخه کې روزنه ورکول کېږي.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د دغه پروګرام په ترڅ کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د اعتبار ورکولو او د کيفيت د تضمين پر اهميت ټينګار وکړ.

محترم مولوي احساس زیاته کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادان باید د ځوانانو د تعلیم او تحصیل د کیفیت لوړولوپه برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

همدارنګه د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال په خپلو خبرو کې وویل، چې د هېواد روان حالت د افغانستان د خلکو د سرښندنو پايله ده. نوموړو څرګنده کړه چې هیواد، پرمختګ او ترقي ته د رسیدو لپاره شپه او ورځ په صادقانه توګه کار کولو ته اړتیا لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۶:۱۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اکاډمیک بورډ، د یادې ادارې د اکاډمیک بورډ اونیزه غونډه ترسره کړه. پدې غونډه کې ګډونوالو د بیرون مرزی اسنادو اجرا کولو د څرنګوالي، د لیلیې او بدل اعاشې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۵:۴۶
Background image

د مالي او ادارې چارو مرستیال بدخشان ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او ادارې چارو مرستیال، محترم مفتي فضل الرحمن فاضل، ولایتونو ته خپل سفر په دوام کې بدخشان ولایت ته سفر وکړ. نوموړي او ورسره مل پلاوي یې د بدخشان. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۳:۲۷
Background image

د میدان وردګو ولایت سیدآباد کثیرالرشتوی انسټیټوټ زده کوونکو ته د ساختمان په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د ساختماني څانګې، یوولسم ټولګي زده کوونکو ته د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد د درس په. . .

BACK TO NEWS