د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل له ښاروال سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۳/۲۰ - ۱۱:۱۹
د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل له ښاروال سره وکتل

د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د کابل له ښاروال سره وکتل 

شنبه (د غبرګولې ۲۰ مه) 

د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې سرپرست، ښاغلي مولوی غلام حیدر شهامت د کابل ښاروال ښاغلي مولوی عبدالرشید سره وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې او د کابل ښاروالۍ ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وشوې. 

ښاغلی شهامت د تخنیکی او مسلکی زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او برنامو په اړه خبرې وکړې او په ځینو مواردو کې یې د کابل ښاروالۍ د همکارۍ غوښتنه وکړه. 

د کابل ښاروال د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو زده کونکو او زده کړیالانو ته د پرکتیک دورې زمینې برابرولو په شمول د تخنیکی او مسلکی زده کړې ادارې سره د دغه ادارې هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS