د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د غزني له سیمه ییزو چارواکو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۹:۴۵
tveta

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د غزني له مرستیال والي په ګډون له ځايي چارواکو سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.

د غونډې په پيل کې د غزني مرستيال والي ښاغلي مولوي رحيم الله محمود د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او په غزني ولايت کې يې د مجاهدينو د روزنې په ګډون د دغې ادارې د برنامو ستاينه وکړه.

د غزني مرستیال والي زیاته کړه، «هغه برنامې چې تېر کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لورې د مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره په لاره اچول شوی و، ډېرې ګټورې او اغېزمنې پایلې یې درلودې» نوموړی د داسې برنامو د دوام غوښتنه وکړه.

ورپسې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس خبرې وکړې او د دغې ادارې له خوا مجاهدينو لپاره د جوړې شوې روزنيزې طرحې  په اړه توضیحات ورکړل.

د دغې ناستې په پای کې ښاغلي مولوي رحیم الله محمود د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS