د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د غزني تخنیکي مرکزونو له آمرینو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۶ - ۱۲:۲۹
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکي او مسلکي زده کړو چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کتنې په پای کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له آمرینو او کارکوونکو سره وکتل او خبر اترې یې ورسره وکړې.

په دغې ناسته کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو مسئولينو خپلې ستونزې او اړتياوې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې له پلاوي سره شريکې کړې.

په ورته وخت کې ښاغلي مولوي احساس وویل، په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت د خدای له نعمتونو څخه دی او هر څوک یې باید د پرمختګ لپاره کار وکړي.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال د يوه معياري انسټیټوټ د جوړولو يادونه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونه بايد د تخنيکي او مسلکي کسانو په روزلو کې لا زيات کار وکړي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د غزني ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو آمرینو او کارکوونکو ته يو پرزنټيشن وړاندې کړ، چې موخه يې په يادو شويو مرکزونو کې د چارو ښه کول دي.

ښاغلي مولوي احساس د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي مرکزونو د اړتیاوو او ستونزو د حل ژمنه وکړه او مسؤلینو ته یې د ځینو مسایلو په اړه لازمې لارښوونې هم وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي دغه سفر له ميدان وردګو ولايت څخه پيل شو او ټاکل شوې چې نورو ولايتونو ته هم سفر وکړي.

د دغه سفر موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت ارزول او د هغوی د ستونزو او اړتیاوو په ګوته کول دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS