د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د بامیان ولایت له والي سره ناسته ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۹:۴۷
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ د باميان ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې دواړو لورو په بامیان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو پر ستونزو او ننګونو خبرې وکړې.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال وويل، د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره د هېواد د پرمختګ او پر ځان بسياينې په لاره کې يو له مهمو بنسټونو څخه ده.

محترم مولوي احساس څرګنده کړه چې یاده اداره هڅه کوي ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو تعلیمي نصاب معیاري او د کار بازار اړتیاوو ته ځواب ویونکی کړي.

دغه راز په دې کتنه کې د بامیان ولایت والي ژمنه وکړه چې په یاد ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او اړتیاوو ته به رسدګي وکړي.

په ورته وخت کې مولوي غلام سعید احساس د مجاهدینو د روزنې د څرنګوالي په اړه وویل چې نوموړي باید ټولګيو ته پابنده او په صنفونو کې حضور ولري.

په دې ناسته کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS