د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو تطبیق
د کنړ ولایت منوری کرنې مسلکي انسټيټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د حبوباتو د ورایتي په اړه عملي زده کړې ورکړل شوې.
نوموړو په دې درسي جلسه کې د بیلابیلو ماشینونو په کارولو سره د غنمو، جوارو او وریجو د ورایتي د تعیینولو په برخه کې عملي او نظري زده کړې ترلاسه کړې او خپلې پوښتنې یې له استاد سره شریکې کړې.
همدارنګه لارښود استاد د بیلابیلو حبوباتو د ورایتي تعیینولو په اړه د محصلینو لپاره توضیحات وړاندې کړل.
دغهراز د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته هم د لارښود استاد لخوا هر اړخیز ځوابونه ورکړل شول.
د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، څرنګه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان کولای شي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.
