د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د سیرت النبي (ﷺ) د سیرت د آزموینې ګټونکو د تقدیر برنامه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۹/۲ - ۱۴:۳۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې  مشرتابه د دې ادارې د سيرت النبي (ﷺ) د آزموينې لس تنه مخکښان تقدیر کړل.

په دغې برنامه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت وینا وکړه او ویې ویل، چې مسلمانان د رسول الله (ﷺ) د سنتو لاندې ژوند کولو باندې مکلف دي.

دغه راز ښاغلي شهامت زیاته کړه چې ځوانان د اسلام په تاریخ کې لوړ مقام لري. نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې "اوس مهال د اسلامي ټولنې ستونزه دا ده چې له خپل اصل څخه لیرې ده، او دوی باید بیرته د خدای (ﷻ) او پیغمبر (ﷺ) اصل ته راستانه شي."

ښاغلي مولوي شهامت ټینګار وکړ چې ځوانان باید په ټولو چارو کې د حضرت محمد (ﷺ) تګلارې پلي کړي.

د برنامې په پای کې مخکښانو ته جایزې هم ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS