د تخنیکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست د ناروې کډوالو شورا له چارواکو سره وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۱۳:۲۱
ناروی

د تخنيکي او مسلکي زده کړو مستقلې ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د ناروې کډوالو شورا (NRC) له چارواکو سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د ناروې کډوالو شورا ترمنځ د تخنیکي او مسلکي زده کړو لنډ مهاله روزنیزو دورو جوړولو په موخه د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیکولو ته چمتوالی وښود.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ټینګار وکړ چې دغه هوکړه لیک باید ستراتیژیک وي او د پروګرامونو ټول جزئیات په کې شامل وي.

ښاغلي شهامت وویل:« د پروګرامونو په پلې کیدو کې باید د هر ډول فساد مخه ونیول شی او روڼتیا تامین شي.»

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې ځانګړو زده کړو په برخه کې د ناروې د کډوالو شورا د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ناروې کډوالو شورا مشر پره چیتا شیتي هم د پروژو په پلې کیدو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د هوکړه لیک اړوند ټول مسایل به په کې شامل وی.

هغه وويل، د ناروې کډوالو شورا په خپلو پروګرامونو کې په لرو پرتو سيمو کې د کوچنيو سوداګرو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS