د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو لپاره روزنیز ورکشاپ پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۴۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د استادانو د مسلکي ودې ریاست د کابل ښار د بادام باغ په څېړنیز فارم کې د ولایتونو تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د کرنې څانګې استادانو ته د ظرفیت لوړولو شپږ ورځنی ورکشاپ ترسره کړ.

دغه ورکشاپ د "کرنیزو فارمونو جوړولو رشتوي ورکشاپ" تر سرلیک لاندې د کرنې څانګې د استادانو د ظرفیت لوړولو او عملي وړتیاوو پراختیا په موخه ترسره شو.

د دې ښوونیز ورکشاپ په پرانیست غونډه کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له استادانو څخه پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي ترڅو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړولو په برخه کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

نوموړي دغه‌راز د یاد ښوونیز پروګرام له ګډونوالو څخه وغوښتل چې خپل مسؤلیتونه په پوره اخلاص او سمه توګه ترسره کړي.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښوونکو د مسلکي ودې ریاست چارواکي وايي چې په دې ورکشاپ کې د لسو ولایتونو څخه ۲۰ تنه استادانو ګډون ګړی او ټاکل شوې ده چې ډېر ژر به د نورو ولایتونو استادانو لپاره هم دغه شان روزنیز ورکشاپ ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS