د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي په نیمروز ولایت کې د مجاهدینو له روزنیز پروګرام څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۱:۱۱
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یادې ادارې د يوه پلاوي په مشرۍ نيمروز ولايت ته سفر وکړ او ددې ولایت د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کې يې د مجاهدينو له روزنيز پروګرام څخه ليدنه وکړه.

نوموړي له مجاهدينو سره په ليدنه کې مجاهدینو ته څرګنده کړه چې « تخنیکي زده کړې د یو هیواد اساس دي او د هیواد د خودکفا کیدو او ځان بساینې لپاره باید تخنیکي زده کړو ته لا زیاته وده ورکړل شي. »

د هېواد بېلابېلو ولايتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو پلاوي د سفر موخه د ولايتونو د تخنيکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدګي ویل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۵ زره تنه مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS