د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه د بودجې د ګټور او پر وخت مصرف په موخه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۵ - ۱۳:۳۰
جلسه رهبری اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه د دغه ادارې مشر مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د رئيسانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مالي پلان سره سم د تدارکاتي پروسې او له بودجې څخه د اغېزمنې استفادې په اړه بحث وشو.

د تخنیکې او مسلکې زده کړو ادارې د پلان ستراتیژیکې پاليسۍ رئيس روح الله شفيق د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي پلان د بيانولو په ترڅ کې وويل، چې د بودجې ډېره برخه د دغه ادارې اړينو اړتياوو ته ځانګړې شوې ده.

د هغه په ​​وينا، د اړتيا وړ تېل، قرطاسیی، د څښاک اوبو د څاګانو کيندل او د موټرو پرزې د ١٤٠١ مالي کال په پلان کې له اساسي اړتياوو څخه دي.

په غونډه کې ټینګار وشو چې تدارکاتي چارې دې په خپل وخت ترسره شي، ترڅو بودجه په سمه او پر وخت ولګول شي.

 د مالی او حسابی رئیس حامد پوپل هم ټينګار وکړ، چې د مالي پلان له مخې بايد ژر تر ژره د بودجې لګول پيل شي.

ښاغلي پوپل وویل چې د 1401 مالی کال د بودجې مصرفولو د لارې هوارولو لپاره دې تیر مالي حسابونه باید تصفیه  کړل شی.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رئيس د بودجې د لګښت د ګړندي کولو کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې د بودجې د اغېزمن او پر وخت مصرفولو لپاره دې د تدارکاتو له امریت سره همکاری وکړي.

ښاغلي شهامت ټینګار وکړ: د اصولو له مخې باید کار ترسره شی ترڅو  بودجې مصرف او اړین کارونه دواړه ترسره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د کار نړیوال سازمان او یوناما له پلاوي سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، په خپل کاري دفتر کې د کار نړیوال سازمان (ILO) او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۶:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب بیا کتنه او اعتبار ورکول

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د تعلیمي نصاب د بیا کتنې، پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو ورکشاپ جوړ کړ. د تعلیمي نصاب ریاست مسئولین وایي، ټاکل شوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۰:۱۵
Background image

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت د بغلان له والي سره وکتل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي، مولوي عبدالله مختار، سره وکتل او خبرې یې ورسره. . .

BACK TO NEWS