د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۱ - ۱۳:۳۲
رهبری

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه غونډه د یادې ادراې د اداري فساد سره د مبارزې د عملياتي پلان مسودې  په اړوند جوړه شوي وه.

په یاده غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستیالانو، مفتي فضل الرحمن فاضل او مولوي غلام سعید احساس، او د یادې ادارې رئیسانو او آمرینو په حضور کې درسره شوه.

په پیل کې د ستراتیژیکو پالیسو آمر روح الله شفیق د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اداري فساد سره د مبارزې د عملیاتي پلان مسوده وړاندې کړه او د یادې مسودې د موخو په اړه یې وضاحت ورکړ.

د غونډې ګډونوالو د هغو برخو په اړه چې د سمون او پراختیا ته اړتیا لري خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړل او غونډه د لازمو تصمیمونو په نیولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS