د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مدیریتي ښوونیز پروګرام څخه د مجاهدینو د فراغت لړۍ دوام لري

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۷

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت اړوند سیدآباد ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د شاوخوا ۶۰ تنه مجاهدینو د فراغت په پار یې فراغت غونډه ترسره کړې ده.

د نوموړو مسؤلینو په وینا، دغه مجاهدین د ادارې او مدیریت په برخه کې د روزنیزو دورو له بشپړولو وروسته د فراغت اسناد ترلاسه کوي.

په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو ترڅنګ د سیدآباد ولسوالۍ مرستیال او د یادې ولسوالۍ یو شمیر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

په دې مراسمو کې ویناوالو مجاهدینو ته د تحصلیي او ښوونیز فرصتونو په برابرولو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هلې ځلې وستایلې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله زرګونه کسانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداره او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS