د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د افغانستان اسلامي بانک له رئیس وکتل

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۰:۴۶
د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د افغانستان اسلامي بانک له اجرائيه رئيس جاويد احمد ظاهري سره په خپل کاري  دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او د افغانستان اسلامي بانک ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.

 په پیل کې د افغانستان اسلامي بانک اجرایوي رئیس وویل، دغه بانک غواړي پوه شي چې په کومو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره همکاري کولای شي.

 نوموړي د اسلامي بانک کړنو ته په اشارې سره وويل، چې د دغه بانک د څانګو شمېر او  پوښښ زیات دی او په ټولو برخو کې همکارۍ ته چمتو دى.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د اسلامي بانک نظام اړين وباله او ويې ويل، اړتیا ده چې دغه نظام پياوړی شي.

هغه زياته کړه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو او ښوونکو د معاشونو د ورکړې په برخه کې په ځانګړې توګه په ولسواليو کې، که چېرې خنډونه نه وي، نو اړتيا ده چې بانکي اسانتياوې برابرې شي. چې په دغه برخه کې به د افغانستان اسلامي سره خبرې اترې وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

BACK TO NEWS