د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټوټ سل کلن شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۱ - ۱۴:۳۵
انستیتوت هنرهای زیبا

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ښکلو هنرونو او صنايعو  انسټيټوټ د جوړېدو د سلمې کليزې په مناسبت مراسم ترسره شول.

دغه مراسم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري چارو مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل، د هېواد د فوټبال فدراسیون  رئیس محمد یوسف کارګر  او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو په حضور کې ترسره شول.

د دغه مراسمو په پيل کې د ښکلو هنرونو او صنايعو انسټيټوټ آمر برهان الدين ميرزايي خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دې انسټيټوټ کې اوسمهال په پنځو (ګرافيک، بدنې روزنې، نقاشي، تزئینی سيراميک او د لرګيو صنعت) څانګو کې زده کوونکو ته زده کړې ورکوي.

د ښکلو هنرونو او صنايعو د انسټيټوټ د جوړېدو د سلمې کاليزې د نمانځغونډې په مراسمو کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل د دغه ښوونیز مرکز د مسوولینو د کړنو او هڅو ستاینه وکړه.

د دغې برنامې په دوام کې د فوټبال فدراسیون رئیس محمد یوسف کارګر ورزش او هنر د یوې ټولنې لپاره مهم وباله او ویې ویل: نوموړي د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټوټ د بدني روزنې له څانګې څخه د ملاتړ ډاډ ورکړ.

د دغه پروګرام په پای کې ګډونوالو خپلې لاسته راوړنې او هنر نندارې ته وړاندې کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS