د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس د یونسکو له استازو سره خبرې اترې وکړی

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۲ - ۱۷:۴۸
یونسکو سره لیدنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) له استازو سره وکتل.

په دغې لیدنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د نهادونو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره د یونسکو د همکارۍ په اړه خبرې اترې وشوې.

یونسکو د تمویل کوونکو او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې ترمنځ د اړیکو او همغږۍ د رامنځته کولو په موخه یو استازی ټاکلی او دغه استازی نن د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس ته ور وپیژندل شو.

ښاغلي نیکمل د یونسکو استازي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS