د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سویل ختیځ زون رئیس معرفي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۰:۲۵

ښاغلی احمد خان صابري د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د امارتي چارواکو او مقاماتو له لوري د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سویل ختیځ زون د رئیس په توګه معرفي شو او خپله دنده یې پیل کړه.

د زون رئیس په توګه د محترم احمد خان صابري پیژندنې په مراسمو کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل وویل چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د بیلابیلو زونونو جوړیدل د دې ادارې یوه لویه لاسته راوړنه ده.

نوموړي څرګنده کړه چې دا ریاستونه د اسلامي امارت د مشرتابه لخوا د لزوم‌دید او اړتیاوو پر بنسټ او د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه جوړ او منظور شوي دي.

په ورته وخت کې، محترم احمد خان صابري هم په دې مراسمو کې د وینا پر مهال ژمنه وکړه چې په بشپړ اخلاص، مسؤلیت‌پالنې او مسلکي روحیې سره، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ د زیارونو او هڅو په پایله کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اته زونونه جوړ شوي دي، چې یو شمېرو یې خپل کارونه پیل کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS