د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ستراتیژۍ معرفي کولو لپاره مشورتي ناستې په اړه مشوره ترسره شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۵ - ۱۱:۴
نشست مشورتی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو  ادارې د مرستیالانو په حضور کې د دغه ادارې د ستراتیژۍ په اړه د مشورتي ناستې د ترسره کولو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په پام کې ده چې تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره  د خپلې پنځه کلنې ستراتیژۍ په اړه مشورتي غونډه ترسره کړي. په دغه ناسته کې به د وزارتونو، مؤسسو او خصوصي سکټور استازي ګډون وکړي.

د ادارې تخنیکي سلاکار انجنير احمد نبي نايل وويل، چې د يوې هر اړخيزې ستراتيژۍ د جوړولو لپاره مشورتي غونډې ته اړتيا ده.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم وويل، چې دغه مشورتي ناسته به د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ګټه او د یادې ستراتيژي بډایه کیدو لامل به شي.

د نننۍ غونډې په دوام کې د مشورتي غونډې پر ترتیب او تدارک په هکله خبرې وشوې او مسوولین یې مشخص او توظیف شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS