د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د استادي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۴:۵۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د کمپیوټر ټیکنالوژۍ په انستیتوت کې د څلور استادي تشو بستونو لپاره د متخصص او مسلکي کسانو د جذب په موخه رقابتي ازموینه واخیستل شوه.

په دې ازموینه کې شاوخوا ۵۰ تنه متقاضیانو برخه اخیستې وه، ټاکل شوې ده چې د نوموړو کسانو څخه به د دوو مرحلو په ترڅ کې ازموینه واخیستل شي او وروسته له دې ازموینو د کمپیوټر ټیکنالوژۍ انستیتوت په د استادي بستونو کې مقررشي.

د یادونې وړ ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست مسؤلینو هم د دې ازموینې د ترسره کولو په پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل ټینګار کوي چې د دې ادارې اړوند د استادانو او کارمندانو د ګمارنې پروسه باید د آزادې سیالۍ له لارې ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS