د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ښار جوړولو وزارت ترمنځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۴:۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د کور او ښار جوړونې وزیر شیخ حمدالله نعماني ترمینځ دوه اړخیزه ناسته ترسره شوه.

په دې غونډه کې، دواړو خواوو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او کور او ښار جوړولو وزارت ترمنځ د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا بحث وکړ.

د ناستې په پیل کې، د ښار جوړونې وزیر د یاد وزارت د اهدافو، پروګرامونو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې، او ویې ویل چې د کور او ښار جوړونې وزارت مسلکي او تخنیکي کسانو ته لا زیاته اړتیا لري.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له سرپرست سره خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې د هیواد د جوړونې، بیارغونې او پرمختګ لپاره مسلکي او متخصص اشخاصو ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ښار جوړونې وزیر سره د کتنې په ترڅ د یادې ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

الحاج مولوي شهامت څرګنده کړه چې د ماهر او مسلکي کاري ځواک روزنه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له بنسټیزو اهدافو څخه ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په دې غونډه کې دغه راز زیاته کړه چې یاده اداره چمتو ده ترڅو د ښار جوړونې وزارت سره د مسلکي او ماهرو کسانو په شمول، په بیلابیلو برخو کې همکاري وکړي.

د یادې ناستې په ترڅ کې پر نورو اړوند مسایلو هم خبرې اترې وشوې، او دواړو خواوو د ګډو همکاریو د ښه والي او پراخولو لپاره د ګډې کاري کمیټې په جوړولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS