د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۴:۵۰
اصلاحی جلسه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې  اونیزه اصلاحي غونډه د دغه ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په وینا د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د توبې او عبادت په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي احساس وویل چې توبه په هر مسلمان فرض ده؛ ځکه په آيت باندې ثابت او احادیثو کې یې په ترسره کیدو امر شوی دی.

تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال ټینګار وکړ، چې د اسلامي نصوصو له مخې غوره انسان هغه دی، چې توبه وباسي.

ښاغلي احساس د عبادت په اهمیت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې عبادت د الله تعالی سره تعظیم او محبت دی.

هغه زیاته کړه چې په عبادت کې خوښي او سکون دی.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همدارنګه د دعوت او ارشاد رئیس د سپارښتنو پر عملي کولو او د کارکوونکو د سیرت او صورت په اصلاح باندې ټینګار وکړ.

غونډه د خیر په  دعا ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

BACK TO NEWS