د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد.

د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون او ویناوې وکړې.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس د خپلو خبرو پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمرینو او زونونو رئیسانو ته ټینګار وکړ چې د زده‌کړو کیفیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي همدارنګه وویل چې په اسلامي نظام کې د مسؤلیت ترسره کول د الله تعالی په نزد عبادت ګڼل کېږي او باید په سمه توګه ترسره شي.

محترم مولوي احساس د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ستونزو او اړتیاوو ته د رسیدګۍ ډاډ هم ورکړ.

بل لور ته د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل‌الرحمن فاضل د ټولنې پرمختګ او ځان‌بسیاینې په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رول مهم وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د سیمینار ګډونوال باید خپلې زده کړې په عملي ډول تطبیق کړي او د چارو ښه‌والي لپاره ترې ګټه واخلي.

په دې پای غونډه کې نور اړوند موضوعات هم مطرح شول او پروګرام ګډونوالو ته د تصدیق‌پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS