د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۶۶ مجاهدینو فراغت

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ - ۱۴:۴۳
TVETA

په ارزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د ۴۶۶ تنو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول.

په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت او ترڅنګ یې، د یاد ولایت سیمه‌ییزو مسؤلینو هم ګډون او ویناوې وکړې.

محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د فراغت په دې مراسمو کې وویل، چې مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت د روزنې پروګرام برابرول د افغانستان.ا.ا له لاسته راوړنو څخه دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، چې مجاهدینو لپاره د زده‌کړې زمینه برابرول د افغانستان.ا.ا له هغو مخلصو او ژمنو کسانو څخه ملاتړ دی، چې د هېواد د اشغال له امله له زده‌کړو پاتې شوي وو.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس زیاته کړه، اسلامي نظام د الله لوی نعمت دی او ساتنه یې دروند مسؤلیت دی، چې له ایمان، یووالي او عدالت پرته نه شي ټینګېدای؛ همدارنګه د دې نظام اداره او پایداري علم، سالم مدیریت او سم تدبیر ته اړتیا لري.

هغه له پروګرام څخه د فارغ شویو مجاهدینو په اړه وویل، چې هغوی اوس کولای شي اداري او دفتري چارې په سمه توګه پر مخ یوسي.

الحاج مولوي شهامت همداراز څرګنده کړه، چې د هغو مجاهدینو لپاره د زده‌کړې زمینه برابرول کوم چې له تعلیم پاتې شوي وو، د ده له هیلو څخه وه او خوښ دی چې دا هیله یې په پوره کېدو ده.

د غونډې په دوام کې د ارزګان ولایت د لواء قومندان مولوي برهان‌الدین (بیضاوي) مجاهدینو ته د زده‌کړو زمینې برابرولو له امله د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له مشرتابه مننه وکړه.

نوموړي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټولنیز ژوند پرمختګ او سم مدیریت له تخصص او مهارت پرته ممکن نه دی.

هغه د اسلامي تاریخ په یادولو سره زیاته کړه: «د احزابو په غزا کې د خندق د کیندلو پر مهال د سلمان فارسي مسلکي نظر ته اړتیا پېښه شوه او هغه د خپل تخنیکي مهارت له لارې ستونزه حل کړه.»

نورو ویناوالو هم په ټول هېواد کې مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام برابرولو له امله د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ادارې له مشرتابه مننه وکړه او د هېواد اقتصادي ځان‌بسیاینې او پرمختګ برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رول مهم وباله.

په همدې حال کې د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام فارغان وایي، هیله لري چې د لوړو زده‌کړو زمینه ورته برابره شي، په دې اړه د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس وویل چې د لوړو زده‌کړو وزارت په دغه برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د مراسمو په پای کې ددې برنامې مخکښو فارغانو ته جایزې او نورو ته تصدیق‌نامې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS