د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال د بدخشان ولايت له مسوولينو سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۱۳
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بدخشان له مرستيال والي قاري امين الله طيب سره وکتل.

ښاغلي مفتي فاضل په دې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د روزنې او د دې ادارې د وروستیو لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په دې کتنه کې د بدخشان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو په بېلابېلو مسایلو خبرې وشوې.

په ورته وخت کې محترم قاري امین الله طیب د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ملي ادارې وروستي فعالیتونه او لاسته راوړنې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو په هواري کې به همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS